اسلام آباد ۔ 18ستمبر (اے پی پی) د كش??ير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير محمد برجېس طاهر وئيلي دي د اېن اے 120 ضمني ټاكنو كښې د بېګم كلثوم نواز او مسلم ليګ (ن) كاميابۍ كرېډت مريم نواز ته ځي۔ د ضمني ټاكنو نتيجې د پاكستان د سياست رخ متعين كړې۔د لاهور اولس يو وارې بيا ثابت كړې چې محمد نواز شريف د دوئي حقيقي سياسي لا??ښو?? دے۔ ده د ګلګټ بلتستان او بلوچستان په شمول ټو?? هېواد ته پرمختيائي منصوبې وركړې۔ په تېر وختونو كښې دې مثال نه لري۔ د ګل په ورځ خپل يو بيان كښې ده ??وئيل اولس نن هم نواز شريف خپل وزيراعظم مني او هم دا سوب دے چې څومره جذبې سره ئې لاهور ته په راتګ نواز شريف ته هركلې وئيلې وو ددې څخه زيات جوش او جذبې سره ئې د حلقه اېن اے 120 په ټاكنو كښې برخه واخسته۔ ده ??وئيل دې نتيجې پاكستان كښې د سياست رخ متعين كړې۔ دې سره كه يو اړخ ته مريم نواز د لا??ښو??نې خپل صلاحيتونه په بشپړه توګه كارولي نو بلخوا په راروانو ټاكنو كښې د مسلم ليګ (ن) په زړه پورې كاميابي باوري شوې۔ ده ??وئيل حلقه اېن اے120 كښې د سياسي او غېر سياسي منصوبه بندۍ باوجود د تحريك انصاف ماتې خوړل عمران لپاره د عبرت وړ دي۔ ده ??وئيل كوم سياسي لا??ښو?? سره چې اولس وي دې د كوم سازش او منصوبه بندۍ د لارې سياست څخه بهر كولو سره خپل ناوړه مقاصد ترلاسه كېدې نه شي۔ ده ??وئيل نوازي شريف خذمت كولو سره د اولس زړونه ګټلي دي۔ بلخوا عمران خان د اولس د خذمت په ځائې د سازشونو لړۍ روانه كړې۔ ده ??وئيل لكھ څنګه چې عمران خان ته د اېن اے 120 حلقه كښې ماتې شوې دغسې په نورو محاذونو به هم عمران خان ته ماتې وشي