اس??ام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) د خارجه چارو وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي دې د پاكستان وسله والو ځو??كونو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې يو شمېر كاميابۍ ترلاسه كړې دي۔ شخصي ټي وي سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل اوسني حكومت كښې كامياب عمليات شوې او پاکستان د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ په ضد كوټلي اقدامات كړي۔ ده ووئيل نېشنل اېكشن پلان د دې سلسلې يوه كړۍ ده چې بنيادي مقصد ېې هېواد د ترهه ګرۍ لعنت نه پاكول دي۔ خارجه وزير ووئيل هېواد كښې جمهوري نظام مضبوطېږي۔ د امريكې د راروانې دورې پحقله د يوې پوښتنې په ځو??ب ده ووئيل امريكائي چارواكو سره ملاقات كښې به د پاكستان پوزيشن مستحكم كوٶ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځو??ب وفاقي وزير ووئيل د هند اولس نرېندرا مودي وزيراعطم جوړ كړې څوك چې د بشري حقونو او د مسلمانانو په قتل عام كښې ككړ دې۔