اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې حكومت د اقليتونو خېر ښېګړې او د دوي د بنيادي حقونو تحفظ لپاره پوخ عزم لري٬ د بين المذاهب او د بين العقيده هم آهنګې د ودې ضرورت نن د وړاندے نه څو چ??ده زيات محسوسېږي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د دېوالي په موقع په خپل يو پېغام كښې وكړې۔ وزيراعظم د ديوالي په تهوار په هېواد كښې دننه او بهر هندو ټولنې ته مباركي وركولو ??ره دوي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه چې د رنګونو او رڼاګانو دا تهوار دې د دې ورځې لمانځونكو په ژوند كښې امن او خوش??ال?? راولي۔۔ ده ووئيل چې د پاكستان حكومت د اقليتونو خېر ښېګړې او د دوي د بنيادي حقونو تحفظ لپاره پوخ عزم لري۔ په دې لړ كښې زمونږ هڅې زمونږ د نبي پاك حضرت محمد ﴿ص﴾ د زرينو اصولو ??و زمونږ د قائد او زمونږ د آئين د وژن تابع دي۔ وزيراعظم ووئيل چې د بين المذاهب او د بين العقيده هم آهنګې د ودې ضرورت نن د وړاندے نه څو چ??ده زيات محسوسېږي٬ بايد مونږ دا خبره هېره نه كړو چې كوم يو مذهب د كركې او تشدد درس نه وركوي۔ په حقيقت كښې هر يو مذهب د امن٬ همغږۍ او انسانيت سره د محبت د ودې ملاتړ كوي۔ ده مذهبي مشرانو ته ووئيل چې هغوي دې د بنيادي مذهبي اقدار په ډاګه كولو ??و د دې اقدارو په وده كښې خپل كردار ترسره كړي كوم چې ټولنه د انسانيت په رشته كښې تړي۔ ده په دې موقع هندو ټولنې ته هم ووئيل چې هغوي دې د پاكستان حوش??ال?? لپاره خپل د قدر وړ خدمات ترسره كوي۔ مونږ د ذات او نسل په بنياد د هر ډول امتياز څخه د پاكې ټولنې ودې لپاره پوخ عزم لرو۔