اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د پلاننګ كميسون دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز وئيلي دي چې د ټرانسپورټ ??و مواصلاتو څانګه د هېواد په سماجي او اق??صادي پرمختګ كښې مهم كردار لري۔ ده دا خبرې د سي ډي ډبليو پي غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د ټرانسپورټ ??و مواصلاتو په اړه د 24.2 اربه ډالرو د ماليت د پروژو منظوري وركړې شوه۔ په غونډه كښې د رې??وے وزارت د ټرمينل اسانيې او د خشك بندر ځايونو اپ ګرېډېشن لپاره د 2 اربه 36 كروړه 95 لكه 60 زره روپو پ??وژه وړاندې كړې شوه د كومې چې غونډې منظوري وركړه۔ په غونډه كښې د رې??وے وزارت د اثاثو بحالې لپاره د 10 اربه 49 كروړه 4 زره روپو پ??وژه وړاندې كړې شوه كومه چې نورې منظورې لپاره اېكنك ته ولېږل شوه۔ د رې??وے وزارت په څلورو واړو صوبو كښې په كال 2010م كښې د سېلاب له امله شوي د اثاثو زيان او بحالې لپاره د 9 اربه 93 كروړه 35 لكه 68 زره روپو د لګښت پروژه وړاندې كړه كومه چې اېكنك ته ولېږل شوه۔ د رې??وے وزارت د يو ارب 24 كروړه 21 لكه 61 زره روپو يوه بله پروژه وړاندې كړه٬ غونډې د دې منظوري وركړه۔ د بلوچستان حكومت په تفتان بازار چاغي كښې د سردار عبدالله كلي سړك جوړولو لپاره د 16 كروړه 97 لكه 57 زره روپو پ??وژه وړاندې كړه د كومې چې منظوري وركړې شوه۔