نارووال 10 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن ??قب??ل وئيلي دي چې حكومت لوبې عام كولو ??ره ??ره ځوانانو ته اسانيې وركولو لپاره اقدامات كوي٬ په نارووال كښې سپورټس سټي جوړولې شي چرته به چ?? د 14 بېلا بېلو لوبو مقابلې كولې شي٬ پاكستان يو ځل بيا د لوبو په مېدان كښې په نړۍ كښې خپل مقام جوړوي٬ د مېچ بائيللو نه پس دهرنا نه بايد د بل مېچ تياري وكړې شي۔ ده دا خبرې په نارووال كښې د سپورټس مېلې وروستې دستورې په موقع د انعاماتو د وېشلو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې د مېچ بائيللو نه پس دهرنا نه بايد د بل مېچ تياري وكړې شي٬ كوم لوبغاړي چې سياست ته راغلي دي هغوي د كال 2013م په ټولټاكنو كښې ماتې تسليم نه كړه۔ وفاقي وزير ووئيل چې د هېواد د پرمختګ لار نيولو لپاره سازشونه كولې شي٬ مونږ د سازشونو مقابله كړ?? او هېواد مو د پرمختګ په لار روان كړ??۔ ده ووئيل چې بدلون چغې سورې وهلو ??ره نه بلكې كار كولو ??ره راځي٬ په هېواد كښې لوډشېډنګ ختم شوے او په نارووال كښې پوهنتونونه جوړ كړ?? شوي دي۔