اسلام آباد 25 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې ماشومان او ځوانان د قوم سباؤن دے او د پاكستان نيمه آبادي د ځوانانو ده كوم چې زمونږ سرمايه دي٬ ځوانان دې د قائداعظم د افكارو او تعليماتو په رڼا كښې د پاكستان پرمختګ او خوشحالې لپاره خپل پوره كردار ترسره كړي۔ اولس مشر دا خبرې په ايوان صدر كښې د قائداعظم د سالګرې په اړه د ماشومانو پروګرام ته د وېنا كولو په مهال وكړې په كوم كښې چې ماشومانو خپل عظيم لارښود د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړه۔ اولس مشر ووئي?? چې د تېرو څلورو كلونو په مهال د اوسني حكومت د غوره پالېسو په نتيجه كښې اقتصادي څانګ?? پرمختګ كړے۔ ده ووئي?? چې د راتلونكي كال تر پاې د جي ډي پي شرح شپږ فيصدو ته د رسېدو هيله ده او په راتلونكو درې څلورو كلونو كښې دا اته فيصدو ته د رسولو پلان لرو۔ اولس مشر ووئي?? چې د پاكستان او چين د اقتصادي لار?? پروژه د اوسنې پېړې عجوبه ده چ?? ورسره به د دې منطقې قسمت بدل شي۔ ده ووئي?? چې د سي پېك د فعاله كېدو نه پس به پاكستان د دې منطقې يو مهم هېواد جوړ شي۔ اولس مشر ووئي?? چې يو شمېر هېوادونو د سي پېك سره د تړون د خواهش څرګندونه كړې۔ ده ووئي?? چې پاكستان سره چين هم د دې څخه ب??پړه استفاده كوي۔ د سي پېك له امله د چين سامان ترسيل لپاره فاصله د لس زره كلوميټرو نه كمېدو سره دوه نيم درې زره كلوميټره پاتې شوې۔ اولس مشر د ماشومانو تعليم ته د خاص پام كولو په ضرورت زور راوړو۔ ده ووئي?? چې ماشومانې چې څومره وي زده كړې دې وكړي٬ ده ووئي?? چې د جينكو ښه تربيت سره مثبت ټولنې جوړېږي او ټولنې يو قوي قوم جوړ شي۔ اولس مشر ماشومانو ته د انفارمېشن ټېكنالوجې تعليم ته د خاص پام كولو په ضرورت زور راوړو۔ ده ووئي?? چې راتلونكې وخت د ټېكنالوجې دے او دې نه د استفاده كولو نه ب??ېر مونږ په پرمختلليو هېوادونو كښې نه شو شاملېدے۔ اولس مشر ووئي?? چې مونږ ته به د تېر وخت د غلطو نه زده كړې كول وي او په ګډه به وړاندې تلل وي۔ ده ووئي?? چې د برېښنا په ب??ران قابو موندل شوې او د برېښنا لوډشېډنګ ختم كړے شوے۔ اولس مشر ووئي?? چې قائداعظم محمد علي جناح هغه ټولې خوبې لرلې كومې چې يو اعلٰي ليډر لپاره پكار وي۔ د هغه صداقت٬ امانت دارې او اخلاص مونږ ته هغه هېواد راكړو كوم چې يو خوب و۔ ده ماشومانو ته ووئي?? چې قائداعظم٬ علامه محمد اقبال او د هغه دور نور مشران دې خپل آئيډيل جوړ كړي او د هغوي په نقش قدم تللو سره دې د پاكستان په پرمختګ كښې خپله ب??خه واخلي۔ په دستوره كښې د بېلا بېلو سكولونو ماشومانو د قائداعظم د ورځې په اړه ملي نغمې او ټېبلو وړاندې كړې د كومو چې اولس مشر٬ وړومبې مېرمن بېګم محموده ممنون حسېن او مېلمنو ستائنه وكړه۔ په دستوره كښې حمېرا ارشد٬ علي عباس او اوېس نيازي هم ملې نغمې وئيلو سره قائداعظم ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړه۔ د دستوره په پاې كښې اولس مشر ماشومانو سره ليدنه وكړه او د قائداعظم د سالګرې كېك ئ?? پرې كړو۔