اسلام آباد 08 جنوری (اے پی پی) د خزانې وزارت وياند وئيلي دي د پاكستان د جي ډي پي په ??ناسب د قرض شرح د ګڼو پرمختګ كوؤنكو هېوادونو په نسبت كمه ده۔ د تېرو څلورو كلونو په مهال د جي ډي پي په ??ناسب دولتي قرض 1.4 فيصد زيات شوې۔ د امريكا برطانيې او جاپان په ??ان پرمختګ كړې هېوادونو كښې د جي ډي پي په ??ناسب د قرض شرح د 80 نه تر 100 فيصده څخه هم زياته ده۔ د ګل په ورځ د پاكستان بجټ خسارې 826 ارب روپو څخه د زياتېدو په ??قله د ابلاغ ذريعو د راپور سپيناوي كولو سره د خزانې وزارت وياند ووئيل د مالي خسارې شمېره هره مياشت مرتب كولې شي او نن ددغې راپور په وېب پاڼه خپورلې شي۔ د روان مالي كال په ??ولنو 5 مياشتو كښې ډېټ سروسنګ شمېره د بجټ اندازې ترمخه ده۔ ده ووئيل د اقتصادي چارو ډويژن ٬ صوبائي حكومتونه نزدې دوه مياشتې وروسته د شمېرې ترلاسه څخه وروسته درې مياشتنيزه شمېره مرتب كوي۔ دغسې د مياشتې په ??ساب شمېره په ??رې مياشتنيز مالياتي آپرېشن په وخت جمع كولې شي او په له هغې اولس ته وړاندې كولې شي او بيا د خزانې وزارت په وېب پاڼه خپرولې شي۔ ده ووئيل په مضمون كښې د 2017 د 5 مياشتو شمېرې وړاندې كړې شوي دي كوم چې د وخت نه ډېر وړاندې دي۔ دې سره مضمون كښې پخپله د خپلې خبرې نفي شوې چې د پرمختيائي خرڅونو زياتوالې سياسي مقاصدو لپاره كولې شي او دغه نزدې 180 اربه روپۍ دي۔ بلخوا مضمون كښې وئيلي شوي چې پرمختيائي خرڅونه ډېر كم دي او دا 300 ا??به روپۍ پكار دي۔