اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) پاكستان د هن??ي ځواكونو لخوا په سيالكوټ سېكټر كښې پھ وركنګ ب??ؤنډري بلااشتعال د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ كولو غندنه كولو سره د جمعې په ورځ د هند دوهم هائي كمشنر جے پي سنګ خارجه دفتر ته طلب كولو سره د ډزبندۍ په خلاف ورزۍ سخت احتجاج كړې۔د خارجه دفتر وياند له مخې هن??ي ځواكونو د جمعې په ورځ پھ سيالكوټ سېكټر كښې په وركنګ ب??ؤنډرۍ په هريال كلي كښې آبادي په نښه كړې او مارټر ګولۍ يې راغورځولې دي دغسې د خودكار وسلې په ډزو كښې 24 كلن ځوان عرفان شهيد شوې او د يوې مېرمن?? پشمول 9 كسان ژوبل شوي۔ډائرېكټر جنرل(سوئېلي آسيا او سارك)ډاكټر محمد فېصل د هند دوهم هائي كمشنر طلب كولو سره د هن??ي ځواكونو په ډزو احتجاجي مراسله هغه ته سپارلې۔خارجه دفتر وئېلي دي چې د ضبط او تحمل د غوښتنې سره هم د هند لخوا د جنګ بندۍ پرله پسې خلاف ورزۍ روانې دي۔خارجه دفتر وئېلي دي چې هند د روان كال په ابتدائي 19 ورځو كښې تراوسه د كنټرول لائن او په وركنګ ب??ؤنډرۍ د جنګ بندۍ د 125 نه زياتې خلاف ورزۍ كړې دي او په نتيجه كښې يې تراوسه 4 بې ګناه وګړي شهيدان او 20 ژوبل شوي۔خارجه دفتر وياند وئېلي دي چې بې ګناه وګړي قصدا ً په نښه كول ناوړه كار د انساني وقار او د نړيوالو بشري حقونو په ضد اقدام دې۔هند ته وئېلي شوي دي چې هغه دې د ډزبندۍ لوظ نامه عملي كړي او خپل ځواكونه دې د ډزبندۍ د لوظ نامې عملي كولو پابند كړي