اسلام آباد ۔ 13 فروری (اے پی پی) د ګلګت بلتستان او كشمير چارو وفا??ي وزير چوھدری محمد برجېس طاھر د لودھراں ضمنی ټاكنو كښې د (ن) لیګی كانديد په ك??ميابۍ د لودھراں او پاکستان اولس مننه كولو سره ووئيل يو وارې بيا د اولس پرېكړې ثابته كړ?? چې نواز شريف په زړونو كښې ژوند كوي او هم هغه د دې هېواد حقيقي لارښود دے چا سره چې د پاكستان روښانه سباؤن تړلې دے۔ د نهې په ورځ يو بيان كښې ده ووئيل د مخالفینو بې انتها دولت هم د هغوي كانديد كاميابولو كښې ناكامه شوې او اولس د مخالفينو د ژړا او سازشونو سياست رد كړ??۔ ده ووئيل د لودھراں اولس د محمد نواز شريف د پرمختګ وژن اود پاكستان د آسيا ټائيګر جوړولو نظريې ته ووټ وركولو سره دا ثابته كړ?? چې اولس پرمختيائي منصوبو ٬ د لوډشېډنګ ختمېدو ٬ د توان نوې منصوبې پېل كېدو او د سي پېك په ډول مېګا منصوبې پايې ته رسېدو له د نون ليګ لارښود كامياب ليدل غواړي۔ ده ووئيل دا كاميابي د كال 2018ﺀ تر ټولو لويه ك??ميابي ده۔ نون ليګ د پي ټي آئي ګټلې چوكۍ يو ځل بيا ترلاسه كړ??۔ ده ووئيل زه ټولو سياسي مخالفينو ته غږ كوم چې كه هغوي په اولس كښې كاميابي غواړي نو د تورونو او پروپېګنډو په ځائې دې د اولس خېر ښېګړې له ك??ر وكړي