اسلام آباد ۔25 مارچ (اے پی پی) د چين په پلازمينه بیجنګ كښې پاکستانی سفارت كښې د 78 مې پاكستان ورځې او د پاك چين سفارتي اړيكو 67 مه سالګره په زړه پورې ډول لمانځلو له د استقباليې يوه درنه دستوره وكړې شوه۔ د اتوار په ورځ دغه ځائې څخه د ترلاسه شوي پرېس ريليز ترمخه دې دستوره كښی پاکستانی کمیونټۍ،غېر ملکی سفارتکارو، دابلاغ ذريعو نمائندګان?? او چينائ?? چارواكو ګډون وكړ??۔ د چين د كركيلې وزير د دستورې خاص مېلمه وو۔ بیجنګ كښې پاکستانی سفیر مسعود خالد قدرمنو مېلمنو ته هركلې وئيلو سره ووئيل دا ورځ هر كال د مارچ په 23 مه نېټه د پاكستان جوړونكو عظيمو هڅو ته سلام وړاندې كولو له لمانځلې شي ولې چې په دې ورځ كال 1940 كښې قرارداد پاکستان منظور ش?? او د آزادۍ تحريك پېل شو۔ ده ??وئيل د پاكستان او چين مشرتابه اړيكې په مضبوطو سياسي او د اقتصادي مرستې په بنياد ګټ?? او سوكالۍ كښې بدلې كړي دي۔ دستورې ته خپل خطاب كښې خاص مېلمه د چين حكومت ا?? اولس لخوا د پاكستان حكومت ا?? اولس ته د پاكستان 78 مې ورځې مباركي وركړه۔ ده ??وئيل چين پاكستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او ددې لا مضبوطولو له به خپلې هڅې روانې ساتو۔ ده ??ه نړيوالو فورمونو د پاكستان مثبت كردار ستائنه كولو سره سره د ترهګرۍ په ضد د پاكستان د قرباني?? او كاميابو اعتراف هم وكړو۔ په دې مهال قدرمن مېلمه پاكستاني سفير او نور سفيرانو سره په ګډه د سالګرې كېك كټ كړو۔ په نورو مېلمنو كښې د پی اېل اے اېئر فورس دوهم چف آف سټاف مېجر جنرل لی چن چاؤ او د شنګھائی مرستې تنظيم عمومي سېكتر راشد عل??مو?? هم شامل وو