اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) سرلښكر جنرال قم?? جاوېد باجوه سره د ازبكستان اولس مشر په نګرانې كښ?? د كار كوونكي امنيتي كونسل سېكتر لېفټېننټ جنرال محمدوف وكټر ولادي مېرووچ په مشرې كښ?? د ازبكستان حكومتي پلاوي د شورو په ورځ په جي اېچ كيو كښ?? ملاقات وكړو۔ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې﴿ آئي اېس پي آر﴾ لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د سلامتيا صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ پلاوي د ترهګرې په ضد جنګ او سيمه ايز استحكام لپاره د پاك پوځ د مخلصانه هڅو او قربانيو اعتراف او ستائنه وكړه۔ د ازبكستان پلاوي د تجارت٬ رابطه كارې٬ سلامتيا او د ځواكونو ترمېنځه د مرستې پشمول په ټولو څانګو كښ?? د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو او مرستې د حقيقي استعداد څخه د استفاده كولو په ضرورت ټينګار وكړو۔ سرلښكر جنرال قم?? جاوېد باجوه د پلاوي په جذباتو د دوي مننه وكړه او سيمه ايزې مرستې٬ امن ا?? استحكام لپاره په ټولو اقداماتو كښ?? ئې د پاكستان لخوا د بشپړه مرستې او ملاتړ باور وركړو۔