اسلام آباد ۔ 14ستمبر (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د جمهوريت نړيوالې ورځې په ??هال خپل پېغام كښې وئيلي دي د جمهوريت نړيواله ورځ د جمهوري اصولو تر مخه د حكومتې نظام تحفظ او ودې له زمونږ د لوظ پخلې كوي۔ ده ووئيل د دې ورځې نمانځلو مقصد دا دې چې مونږ د جمهوريت مضبوطيا له د روانو هلو حلو هركلې كوو ٬ د اولس حكومت د اولس لپاره او د اولس د لارې په ??لسفه او نظام باور لرو۔ ده ووئيل په ??ال 2007ء كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ لخوا د منظور كړې شوي قرارداد په ??تيجه كښې د ستمبر 15 مه نېټه د جمهوريت نړيوالې ورځې په توګه د لمانځلو پرېكړه شوې ا?? كال 2008ﺀ څخه دا ورځ په ??وله نړۍ كښې لمانځلې شي۔ ده ووئيل د پاكستان د پارلمان د دوا??و ايوانونو د ټاكنې عمل سږ كال پايې ته رسېدلې او يو جمهوري حكومت څخه بل جمهوري حكومت ??ه د اقتدار منتقل كېدو پړاؤ په غوره ډول ترسره شوې۔ ده ووئيل په ??ېواد كښې وده كونكې جمهوريت له اوس هم زياتو پړاؤنو څخه تېرېدل دي او وخت تېرېدو سره سره دا لاره لا اسانېږي۔ د سېنېټ چيئرمېن په ??امي او نړيواله كچه ټولو اسټېك هولډرانو ??ه د جمهوريت نړيوالې ورځې په ??هال مباركي وركړه