اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وف??قي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د نواز شريف سره د ډيل او په هغې كښې د سعودي عرب د كردار په اړه خبرونه بې بنسټه دي٬كه حكومت وغواړي هم نو نواز شريف سره كوم ډيل نه شي كېدې٬حكومت سرمايه كارۍ كښې خوښي لري٬د سعودي حكومت څخه د قرض اخستلو سوال نه پېدا ك??ږي٬مونږ خواهش لرو چې سعودي عرب په پاكست??ن كښې زياته سرمايه كاري وكړي٬پوځ٬عدليه او حكومت په يو پېج دي او ټولې ادارې په بشپړه توګه د يوبل مرسته كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ووئيل چې تېرو څو كلونو كښې د سعودي قيادت د نواز شريف څخه خبر نه و ځكه دا پوښتنه سمه نه ده۔ده ووئيل چې زمونږ ګوند د اعلٰی اخل??قي معيار په بنياد ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كړې۔زمونږ ووټ بنك فعاله دې٬زه دا په ډاګه كول غواړم چې مونږ د عدالت نه بهر چارې نه شو ترسره كولې۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې مېډيا په غېر ضروري توګه د رانا مشهود بيان له هوا وركوي۔د هغه خپل ګوند د هغه د بيان څخه لاتعلقي اختيار كړې٬په دې اړه د هغه بي??ن كوم اهميت نه لري۔وف??قي وزير ووئيل حكومت سرمايه كارۍ كښې خوښي لري٬مونږ خواهش لرو چې سعودي عرب په پاكست??ن كښې زياته سرمايه كاري وكړي٬مونږ غواړو ??ې سي پېك كښې نور هېوادونه هم ګټھ پورته كړي۔ده ووئيل د سعودي حكومت څخه د قرض اخستلو سوال نه پېدا ك??ږي٬مونږ هڅې كوو چې د سعودي عرب څخه په تاخيري ادائيګو تېل ترلاسه كړو۔ده ووئيل د پخواني چيف جسټس افتخار چوهدري پشان خلكو هېواد ته زيان رسولې٬هغه خپل اثررسوخ استعمالولو سره د پي پي پي په دور