اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د پاكستان د براډ كاسټرز اېسوسي اېشن او د كونسل آف نيوز پيپرز اډيټر پلاوي د شورو په ورځ ملاقات كړې چې پكښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري٬د وزيراعظم د مېډي خاص مرستيال افتخار دراني٬صنعت فېصل جاوېد٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير شفقت جليل هم موجود وو۔پلاوي وزيراع??م اخباري صنعت او اليكټرانك مېډيا ته د پېښو مسئلو نه خبر كرو۔د سي پي اېن اي صدر ووئيل د مېډيا په حقله د اوسني حكومت پالېسي د لاس وهنې نه كولو او بې پرې ده۔وزيراعظم پھ خپ??و خبرو كښې ووئيل هېواد د سخت وخت نه تېرېږي٬ تېرو حكومتونو چې په كوم ډول سركاري وسائل او د اولس پېسې كارولي٬د هغې مثال نه موندلې كېږي٬نن هېواد 30 ټرېلين قرضه دارې دے٬ ده ووئېل د معيشت چې كوم حال دے داسې د هېواد په تاريخ كښې كله هم نه ؤ٬نن د قرضونو قسطونو وركولو لپاره 6 اربه روپۍ د ورځې ادا كول دي٬ وزيراعظم و??ئېل تېرو حكومتونو صحت٬تعليم٬بشري ودې غوندې مهمې مسئلې نظرانداز كړي٬د دې حالاتو ترمخه مونږ د كفايت شعارۍ كمپائن پیل كړی چر??ه چې وزيراعظم د خپ?? دفتر نه د كفايت شعارۍ پېل كړې٬هلته ټولو وزارتونو ته امر شوې چې خپ?? خرڅونه كم كړي۔ده ووئيل پخوا كروړونه روپۍ واكدارانو په عياشو خرڅ كړې ٬معاشي حالات باندې خپ??و خبرو كښې وزيراعظم و??ئيل په اوسنو حالاتو كښې هڅه كوو چې داسې حال راويستلې شي چې اولس د لږ نه لږ ستونزو سره مخ شي٬وزيراعظم د مېډيا لارښودو له باور وركړو چې په موجوده حكومت كښې به مېډيا ته د خپ?? كار لپاره بشپړه آزادي وي٬ده ووئيل چې كله په مېديا داسې خبره رامخې ته كېږي چې پكښې د هېواد د مفاد خيال نه وي ساتلې شوې نو پرې خفه كېږم۔وزيراعظم تېرو ورځو كښې د دوه وزيرانو په حقله د بې بنسټه خبرونو حواله وركولو سره ووئيل په داسې خبرونو د هېواد مفاد ته زيان رسي۔وزيراعظم و??ئيل څومره آزادي چې نن مېډيا لري پخوا كله نه وه٬نن چې په دولتي مېډيا مخالفې ډلې له څومره كورېج وركړې كېږي دا مثال نه لري۔ده ووئيل د پرنټ او اليكټرانك مېډيا بقاياجات وركولو له لائحه جوړوو۔اوسني حكومت كښې چې څومره سپيځلتيا د اشتهاراتو په لړ كښې راغلې پخوا كله نه وه