ریاض 23اکتوبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د نوې پاكستان مطلب خوږ وطن د پاكستان جوړونكو اصولو او تصورارتو له مخې اسلامي٬فلاحي او جمهور?? رياست جوړول دي٬هېواد كښې سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو٬د مالياتي خسارې كمولو ٬مني لانډرنګ او د كرپشن پھ مسئلو قابو موندلو لپاره د حكمت عملۍ له مخې كار كوو٬ځايې او نړيوالو سرمايه كارو ته پھ زړه ر??ښكونكې ماحول وركولو ته پام لرنه كوو ٬د هند پشمول ګاونډيانو هېوادونو سره په امن پاتې كېدل غواړو٬بهرنيو سرمايه كارو ته د ون ونډو آسانې وركړې كېږي٬سمندر پورې پاكستانيان په قانوني توګه ترسيلات زر رالېږلو ته ر??غب كولې شي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د سعودي په پايه تخت رياض كښې په سباؤن كښې د سرمايه كارۍ موقعو پھ عنوان د نړيوال كنفرنس په موقع د پوښتنو او ځواب وركولو په ناسته كښې وكړې۔وزيراعظم عمران خان د ناستې په پېل كښې د خپل وژن وړاندې كولو سره ووئيل په حقيقت كښې دا هغه نوے پاكستان دے كوم مقصد لپاره چې پاكستان جوړ شوې ؤ ۔د نوي پاكستان مطلب د پاكستان د جوړونكو اصولو او تصوراتو له مخې يو اسلامي فلاحي او جمهور?? رياست جوړول دي٬ ده ووئېل پاكستان په هغو دوو هېوادونو كښې يو دے كوم چې د نظريې په بنياد جوړ شوي ٬پاكستان د اسلام د نظريې په بنياد جوړ شوې كله چې مونږ د نوي پاكستان خبره كوو نو په اصل كښې دا د پاكستان د جوړونكو د وژن په بنياد كوو چا چې د وړومبي اسلام?? رياست مدينې د اصولو پھ بنياد اسلامي فلاح?? رياست جوړولو له هلې ځلې كړې او دا اصول انصاف٬د مېرټ بالادستي٬فلاح?? رياست او خلقو ته علم وركول وو۔ده ووئيل نوې پاكستان هم د دغې اعلٰی و ارفع اصولو عملي كولو د وژن نوم دے٬ځكه مونږ د خلقو تعليم٬د رياستي ادارو مضبوطيا٬انصاف وركولو او انساني پرمختګ لپاره كار كوو۔وزيراعظم په دې لړ كښې د سوئزرلينډ٬سكينډے نيويا د ځينو هېوادونو مثال وړاندې كړو چرته چې په دې اصولو عمل شوې۔وزيراعظم ووئيل مونږ هم په پاكستان كښې آئيډيل اسلام?? رياست تشكيل كولو لپاره هڅې كوو۔د معاشي صورتحال پھ اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل مونږ ته دوه لويې خسارې په ميراث كښې پاتې شوي چې پكښې مالياتي خساره او د كرنټ اكاؤنټ خساره شامله ده ٬په دې مسئله قابو موندلو لپاره مونږ ته د برآ??دا??و زياتولو ضرورت دے او په دې لړ كښې حكمت عملي جوړولې شي چې دغسې د زرمبادله پانګې زياتې كړی شي۔ عمران خان ووئيل په دې وخت كښې هېواد ترسيلات زر ته اړتيا لري۔دې مقصد لپاره د بهر مېشته پاكستانيانو كردار ډېر مهم دے۔ ده ووئېل دوي به د بانكونو د لارې ترسيلات زر رالېږلو ته ر??غب كولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل د نورو پرمختګ كوونكو هېوادونو پشان مونږ هم د مني لانډرنګ پشان چېلنج سره مخ يو۔د تېرو دوو مياشتو نه د دې مخ نيوي لپاره اقدامات كوو۔