اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د وزي??اع??م عمران خان د تركيې اولس مشر طيب ارودان سره جامع ملاقات شوے٬ د تركيې سرمايه كار ?? پاكستان د 50 لكه كورونو په جوړولو كښې دلچسپي لري٬ د روغتيا او كركيلې ??ه څانګه كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په مرسته خبرې شوې دي٬ ?? پاكستان٬ تركيې او د افغانستان د مشرانو په غونډه كولو اتفاق شوے۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزي??اع??م عمران خان لخوا د تركيې دوره ورځنې دورې په پاې كښې مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې ده د تركيې خارجه وزير سره ملاقات كړے۔ د تركيې خارجه وزير مو د افغانستان صورتحال په اړه په اعتماد كښې اخيستې٬ د سوريې په صورتحال د تركيې خارجه د خبر نظر نه خبر خبر كړو۔ شاه محمود قريشي ووئيل چې په تركيه كښې سرمايه كارو سره هم ښه ملاقاتونه شوي دي٬ ?? پاكستان ترك بزنس كونسل سره ښه غونډه شوې۔ د وزي??اع??م په پاكستان كښې د سرمايه كارې خواهش لرونكو شخصي??تو سره ملاقات شوے۔ ده ووئيل چې د تركيې سرمايه كار ?? پاكستان د 50 لكه كورونو په جوړولو كښې دلچسپي لري٬ د روغتيا او كركيلې ??ه څانګه كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په مرسته خبرې شوې دي۔ ده ووئيل چې ?? پاكستان او تركيې ترمېنځه به د لوړې پاې د مرستې په كونسل پلان مرتب كولې شي۔ د دواړو هېوادونو خارجه وزيران به پ?? دې لړ كښې كار كوي۔ د كال 2019م په نيمائي كښې به ?? پاكستان او تركيې د خارجه وزيرانو په ملاقات كښې حكمت عملي تيارولې شي۔ ده ووئيل چې ?? پاكستان٬ تركيې او افغانستان د مشرانو غونډه به كېږي۔ د درې اړخيزه اړيكو په اړه د مشرانو په غونډه وزي??اع??م امادګي څرګنده كړې٬ افغان اولس مشر هم د مشرانو په غونډه كښې په ګډون مثبت ځواب وركړے۔ د تركيې اولس مشر وئيلي دي چې هغه به ډېر زر پاكستان ته راځي۔ شاه محمود قريشي ووئيل چې د تركيې اولس مشر به ځان سره لوي پلاوې هم پاكستان ته راولي۔ د تركيې د اولس مشر په پلاوي كښې به په پاكستان كښې د سرمايه كارې خواهش لرونكي كاروباري شخصيات هم پاكستان ته راځي۔