اسلام آباد ۔ 18 مارچ(اے پی پی) د تعليم او پېشه ورې تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي هر كال درې كروړه زلمي جاب ماركيټ ته راوځي۔ دوئي هنرمند جوړول يو ??وئے چېلنج دے۔ د حكومت ترټولو لومړۍ ترجيح د زده كړو او روغتيا آسانيو رسنه او د بې وزلۍ ختمول دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په يو ځائي هوټل كښې د ورلډ بانك لخوا پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په سرخط د راجوړ كړې شوي سمټ دوهم سې??ن ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په خپل اولني تقرير كښې د تعليم او د خوراك كمي لامله د كوچنيانو د مناسبې ودې نشتوالي په خاص توګه ذكر كړې وو۔ دې څخه زمونږ په دې څانګو كښې د ترجيحاتو اندازه لګېدې شي۔ ده وئيل مونږ په بشري پرمختګ كار كوو او اولس د بې وزلۍ كچې څه ويستل زمونږ تر ټولو اولنۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل زمونږ وزارت 5 څانګو ته خاص پام ګرځولې دې په دې كښې د لوستې شرح زياتول تر ټولو اولنۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل زمونږ په هېواد كښې 32 فیصد وګړي ليكل او لوستل كولې نه شي۔ دا لوئې چېلنج دې۔ ده ووئيل كه په 4 كلونو كښې مونږ د لوستې شرح تر 70 فيصده رسوو نو مونږ له به د لوستې 70 زره مركزونه پرانستل وي۔ دې لپاره يوه پالېسي جوړو۔ ده ووئيل 2 کروړه نه زيات كوچنيان سكول نه بهر دي۔ زمونږ حكومت ددې كوچنيانو سكول ته راوستلو له يو ??هم پېل كړی دې۔ دې نه وړاندې بشري پرمختګ لپاره د ورلډ بېنک دوهم صدر انیتا ډکسن په لوستې كښې په زياتوالي ٬ د مور او بچي د روغتيا او بې وزلۍ ختمولو له د نړيوال بانك په ګامونو رڼا واچوله۔ په دې مه??ل خپلو خ??رو كښې دې ووئيل نيوزي لېنډ كښې په رامخې ته شوې ??فس??سناكې پېښې مونږ ته خفګان شوې۔ دې ووئيل دې پېښه كښې د شهيد شويو ??اكستانيانو غمجنيو ??ورنيو سره غم كښې يو ډول شريك يؤ