اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د پاکستان او قزاخستان په شريكه عقيده٬ كلتور او ورثه اډانه په زړه پورې اړيكې لري٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه شريك تجارت د حقيقي صلاحت سره سمې نه لري ٬ دا تجارت لا زياتول غواړي۔ اولس مشر دا خبرې د قزاخستان سفير بارلیبے صدیقوف سره خپلو خبرو كښ?? وكړې چا چې د شورو په ورځ اولس مشر سره ايوان صدر كښ?? ملاقات كولو۔ اولس مشر د قزاخستان منډيانو ته د پاكستانو څيزونو رسنې له په آسانيو زور رواړلو سره د فوډ پراسېسنګ ٬ ټېكسټائل ٬ مشينري او د سزا او سامان غوندې څانګو كښ?? مرستې او شريكو منصوبو كښ?? د امكاناتو لټولو ضرورت رامخې ته كړو۔ اولس مشر ووئيل قزاخستان كښ?? د تېلو او ګاز زيات پېداوار له مخې د پاكستان سركاري كمپنۍ د قزاخستان د تېلو او ګاز په څانګو كښ?? سرمايه كاري كولې شي۔ ډاكټر عارف علوي د دواړو هېوادونو ترمېنځه د فضائي او زمكيزې رابطې جوړولو په حاجت زور رواړو ځكه چې پاكستان د ګوادر نوې بندر ځائ د لارې قزاخستان ته لنډه لاره وركولې شي۔ اولس مشر په دې خبره خوشحالي څرګنده كړه چې دفاعي مرسته پرله پسې مستحكمېږي۔ اولس مشر د نيوكليئر سپلائرز ګروپ غړيتوب له د غېر امتيازي پراختيا لپاره د قزاخستان د اختيار كړې اصولي موقف ستائنه وكړه۔ اولس مشر عارف علوي ووئېل د پاکستان او قزاخستان پشمول 175 هېوادونو له د اي ويزه آسانۍ وركوي ٬ قزاخستان د?? هم د پاكستان سېلګرو او كاروباريانو لپاره د ويزې عمل په آسانولو غور وكړي