اسلام آباد 24 ج??ن (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د معاشرتي بدلونونو په تناظر كښې د ميډيا كردار اهميت لري۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د سي پي ??ېن اي پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ د پلاوي مشري د سي پي ??ېن اي صدر عارف نظامي كوله۔ په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان هم موجود وه۔ اولس مشر ووئيل د ټولنې بهترۍ لپاره به د آئين له مخې خپل كردار لوبوم٬ مېرمنو ته وراثتي حقونو٬ د غذائيت او د آباد?? پشمول د نورو معاشرتي مسئلو پحقله شعور بېدارولو لپاره هلې ځلې كوم۔ ده ووئيل د معاشرتي بدلونونو په تناظر كښې د ميډيا كردار اهميت لري۔ اولس مشر په دې لړ كښې د ميډيا د كردار ستائنه كولو سره ووئيل چې په اوسني دور كښې د ناسمو خبرونو رجحان زياتېږي په د?? تناظر كښې د اېډيټرانو او او خبريالانو ذمه وارۍ لا زياتې شوې دي۔